IQNA

 د رمضان میاشتې په قرآني پروګرامونو کې د مصر د قاریانو فعال ګډون

10:28 - February 16, 2025
د خبر لمبر: 3490646
ایکنا – د مصر اوقافو وزارت ددغه هیواد په جوماتونو کې د مصر د غوره او مشهورو قاریانو په ګډون او مشارکت سره د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت دغه وزارت قرآنی او تبلیغي پروګرامونه اجرا کوي

ایکنانیوز د المصری الیوم له قوله راپور راکوي، ددغه وزارت په اعلامیې کې راغلي دي، دغه پروګرامونه  ددغه وزارت د دینی برخې او د قرآن کریم او جوماتونو د چارو د مرکزی ادارې په څارنې او  دالازهر او یوشمیر اړونده  تنظیمونو په ملګرتیا سره اجرا کیږي.

د قاهرې په امام حسین(ع)  جومات کې د شیخ احمد احمد نعینع، عبدالناصر حرک ،احمد تمیم المراغي ، احمد عوض ابوفیوض، شیخ عبدالکریم الغیطاني ،عبدالفتاح طاروطي  او طه النعماني پشمول  د مصر د قاریانو د یوې ډلې په مشارکت سره  دتراویح د لمانځه اقامه ددغو پروګرامونو برخه ده.

د قاهرې په امام حسین (َعَ) جومات کې د شپې مهال لمانځو(تهجد) لمونځ  او د شیخ علی حسن ،شیخ عبدالمطلب  البودي ،  او شیخ محمود  عبدالباسط الحسیني پشمول د مصر د قاریانو یوې بلې پلې په مشارکت سره اقامه کیږي او دغه راز په همدې جومات کې د مصر د مداحانو په شتون سره د مداحئ اجرا ، دمازدیګر له لمانځه وروسته د قرآن دتلاؤت ځانګړی پروګرام  هم د عبداللطیف العزب ،احمد تمیم المراغي ، عبدالمطلب البودي ، شریف عامر ، عید هنداوي ،محمد حسن الصعیدي اوایمن منصور  په شتون سره  د روژې دمبارکې میاشتې  لپاره د مصر د اوقافو وزارت  اعلان شوي نور پروګرامونه دي.

دغه وزارت به همدرااز د مصر په نورو ښارونو او ولایتونو کې هم د تراویح دلمانځ پروګرامونه د  مصر دنورو ډيرو قاریانو په شتون سره اجرا کړي. او دغه راز دا هم وئيل شوي دي چې د قاهرې په امام حسین(ع) جومات کې له ماسختون لمانځه وروسته د جماعت او جومات د امامانو لپاره او په سید نفیسه او سید زینب (س)جوماتونو کې هم د میرمنو لپاره پروګرامونه اجرا کیږي.

همدارازبه د روژې په مبارکې میاشتې کې د مصر په مختلفو  ولایتونو کې د ماسپيښن لمانځه وروسته ۲۱ ناستې او د ماسخوتن لمانځه وروسته  د لیدتوګې د چورلیز ۲۷ ناستې ترسرهشياو  په جوماتونو کې به د ماشومانو لپاره  هم ځانګړي پروګرامونه اجرا شي او په ۶۲ جوماتنو کې د نبوي سیرت کې له مشهورو کتابونو،الروض الانف فی شرح ا لسیرة النبویه   کتاب  لوستل او اونیز پروګرامونه په دغې مبارکې میاشتې کې د اوقافو د وزارت نور  پروګرامونه وي.

https://iqna.ir/fa/news/4266335

captcha